دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 169654
خوست ښاروال: وکیلان او چارواکې د پلی لارو پرانیستلو په وړاندی خنډ ګرځی
د خوست د ښاروالۍ چارواکو د ښار د تنظیم او پاکوالي په برخو کې د اړوندو ادارو او ښاریانو د پرله‎پسې همکاریو غوښتنه وکړه.

نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» خوست ښاروال انجینرعبدالبصیر محمدزي د ښار د شپږ ګونو ناحیو د ګذر د نوېو وکیلانو د کار په پیل غونډه کې وویل، کله چې ښاروالي پلې لارې پرانیزي، نو وکیلان، ځايي چارواکي او حتی د ښار د اتحادیو غړي يې مخنیوی کوي.
عبدالبصیر محمدزي وویل، په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه، بې ځایه درېدل او د لاسي ریړو بیروبار په امنیتي کسانو او ټرافیکو پورې اړه لري چې هغوی په خپله برخه کې لازم اجراأت نه‎دي کړي.
دی وايي، دا چې د ښاروالۍ کارونه ځینې کسان او مسوولین نه تأییدوي، مهم لامل دا دی چې دوی د هغوی د شخصي ګټو مخه ونیوله.
خوست ښاروال ځینو ستونزو ته په اشارې وویل، د ښار په تنظیم کې اړوندې ادارې همکاري نه‎کوي او د تنظیف برخې ته دوی پوره امکانات په لاس کې نه‎لري.

خوست ښاروال د ښار په چوکاټ کې د اتحادیو له غړو او ټولو ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاک ساتلو او نورو ښاري خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.
په غونډه کې یو شمېر ویناوالو د ښار د پاکوالو او ستونزو په باب خپل نظرونه وړاندې کړل.
د خوست ښار د شپږګونو ناحیو د ګذر وکیلانو د ښار د پاک ساتلو مهمه ستونزه دا یاده کړه چې ښار لا هم د باراني اوبو د وتلو له پاره لازم کانالونه، لويې ویالې او اساسي لختي نه لري چې له همدې کبله بارانونه د لښتیو او ویالو ټول کثافات د ښار سړکونو او کوڅو ته غورځوي او ښار کې خټې، خځلې او نور کثافات پیدا کيږي.
https://avapress.com/vdcgny9qtak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته