کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان، داعش ته خبرداري ورکړي

8 سنبله 1397 ساعت 9:34

طالبانو ویاند د ځینو غربی رسنیو اخیرو ریپورتونو په غبرګون اعلان کړ چی امریکا د داعش فعالیتونو زمینه برابر کړي خو طالبان هیڅ تروریستې ډلې ته لکه داعش به په افغانستان کې فعالیتونو اجازه ورنه کړی.



د آوا په ګزارش سره، آمریکایی مجله(واشنګتن اګزماینر) اخیرو کې اعلان کړي چی که افغانستان دولت د طالبانو سره توافق ته ورسیږی بیا به هم افغانستان کې سوله رامنځته نه شی.
ځکه د ۲۰ څخه ډیر تروریستې ډلې لکه ازبکستان اسلامی نهضت، القاعده، حقانی شبکه د طالبانو رهبری لاندی د امریکایی او افغانستان دولت ځواکونو سره جنګ په حال کې دی.
قاری یوسف احمدی د طالبانو ویاند دا موضوع په غبرګون اعلان کړ چی په افغانستان کې جهاد مشرتوب د طالبانو په اختیار کې دی او بیله داعش تروریستې ډلې بل ډله په افغانستان کې حضور نه لری.
هغه زیاته کړه: داعش تروریستی ډلې حضور یواځی ننګرهار ولایت پوری مربوطږی او امریکایی او افغانستان دولت ځواکونه داعش فعالیتونو لپاره زمینه مساعدوی.
د طالبانو ویاند وویل: هیڅ ډله د طالبانو تر ملاتړ لاندی قرار نه لری ځکه چی هغوی هیڅ تروریستې ډلې لکه داعش ته په افغانستان کې فعالیتونو اجازه نه ورکوی.
دا په داسی حال کې دی چی افغان چاروا:ې هم ډیر ځلې په افغانستان کې تروریستی ډلو حضور څخه اندیښنه ښودلې وو خو طالبانو ویاند افغان چارواکې او غربی رسنۍ په دروغو باندی تورنوی.
 


د مطلب کود: 169670

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169670/طالبان-داعش-ته-خبرداري-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com