کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې داعش ډلې یو ډلمشر خپل ۵ ملګرو سره وژل شوي

8 سنبله 1397 ساعت 9:50

د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو یو ډلمشر یاسر خراساني له ۵ ملګرو سره یوځای وژل شوی.



په ختېځ کې د پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی په یوه بیان کې ویلي، چې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش تروریستي ډلې یو تن قوماندان له ۵ تنه جنګیالیوسره یوځای وژل شوی او ۱ میل دهشکه یې له منځه وړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تېره ورځ د ننګرهار ولایت خوګیاڼی ولسوالی وزیرو تنګی په سیمه کې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي، چی په ترڅ کي یې د یاسر خراساني په نوم د داعش تروریستي ډلط یو تن قوماندان له ۵ تنه جنګیالیوسره یوځای وژل شوی او ۱ میل دهشکه یې هم له منځه تللی دی.
د سیلاب قول اردو په وینا، ۲ کړی د وسایطو ضد ماین چې د ننګرهار ولایت د مهمندرې ا وروداتو ولسوالیو په مربوطاتو کې د تروریستانو لخوا د ورانکارو فعالیتونو ترسره کولو په موخه ځای پر ځای شوی وو مخکی له چاودنې د ملي دفاعی او امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شول .
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 169672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169672/په-ننګرهار-کې-داعش-ډلې-یو-ډلمشر-خپل-۵-ملګرو-سره-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com