کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا سناتور جان مک کین جسد خلګو لیدو لپاره اریزونا ایالت په مرکز فنیکس کې کیښودل شو

8 سنبله 1397 ساعت 9:55

د اریزونا ایالت په مرکز فنیکس کې د امریکا د سناتور جان مککین جسد د هغه د کورنۍ د غړیو، پخوانیو همکارانو او نورو عامو خلکو د لیدو لپاره پرون کیښودل شو.



د اریزونا ګورنر ډوګ ډوسي په دې مراسمو کې د اریزونا مشهور طبیعي پارک ته اشاره وکړه چې په نړۍ کې یو بیساری پارک دی او د جان مککین ستاینه یې داسې وکړه :
« نورې نړۍ ته جان مککین د اریزونا و. کله چې موږ ټول دلته راغلو او خلکو ته مو وویل چې موږ د اریزونا یوو، خلک په دې برخه کې له دوو سترو شیانو خبر دي، له جان مککین او ګرند کانیون څخه، تاسو اریزونا له جان مککین پرته تصور کړئ لکه اریزونا چې له ګراند کانیون پرته تصور کوئ، دا طبیعي نه ده»
جان مککین چې دوه ځله د جمهوري غوښتونکي ګوند له لورې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید شوی و، د شنبې په ورځ د یو اتیا کلونو په عمر د سرطان د ناروغي له امله مړ شو.


د مطلب کود: 169673

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169673/امریکا-سناتور-جان-مک-کین-جسد-خلګو-لیدو-لپاره-اریزونا-ایالت-په-مرکز-فنیکس-کې-کیښودل-شو

آوا
  https://www.avapress.com