دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۲
د مطلب کود : 169683
امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیوله.
امنیتي ځواکونه وایي، چې نن سهار افغان سرتېرو داسې یو ماین کشف او له منځه وړی، چې په کاغذي او پلاستکي کڅوړو کې ځای پر ځای شوی و.

دوي زیاته کړې، چې یاد ماین له ګرځند سره نښلول شوی و .
د مسوولینو د څرګندونوله مخې؛ دغه ماین په سبز نومي څلورلاري کې د یوه پلورنځي مخې ته ایښودل شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciv3azpt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته