کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې د وسله والو مخالفینو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښتو دوام

8 سنبله 1397 ساعت 17:26

د افغانستان په جنوب ختېځ کې د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله وال مخالفینو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د (نجات) په نوم د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د ناني په سیمه کې له وسله والومخالفینو سره په نښتو کې ۸ وسله وال ترهګر وژلې، ۱۷ تنه ژوبل کړي، یوقبضه راکټ انداز، یومیل کلاکوف، یوه قبضه تومانچه او یوه د ایکم مخابره د امنیتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نوموړی ولسوالۍ د میری په سیمه کې امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفینو سره په یوه بله نښته کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژلي دي.
د تندر قول اردو په وینا، د دې ترڅنګ افغان هوایې ځواکونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سیني او شالیزو په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ عرادی موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.
 


د مطلب کود: 169692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169692/په-غزنی-کې-د-وسله-والو-مخالفینو-او-امنیتی-ځواکونو-ترمنځ-نښتو-دوام

آوا
  https://www.avapress.com