کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلام ستر پیغمبر سپکاوي ډکو انځورونو په وړاندی افغان حکومت غبرګون

8 سنبله 1397 ساعت 17:30

افغان حکومت د اسلام د ستر پیغمبر په نوم له سپکاوي ډکو انځورونو د جوړولو سیالۍ رامنځ ته کولو لړۍ په تړاو غبرګون وښود.



د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي ”د نړۍ مسلمانانو د ګران او محبوب پیامبر حضرت محمد(ص) په هکله د سپکو انځورونو جوړولو،خپرولو او نشرولو لپاره د سیالۍ ترسره کول، نه یوازې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت او ملت د ژورې خواشېنۍ او تاثر لامل ګرځېدلې، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او آزاد خیالو د احساساتو د پارولو لامل هم شوی دَی. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې ټولو ادیانو او بشري سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوۍ ناوړه او سپک کار دَی؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه نا انساني، ډېر ټيټ او اخلاقي او بشري حقونو او د بیان آزادۍ له  منل شویو اصولو او معیارونو سره د مخالف عمل سخته غندنه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”مونږ په ملګرو ملتونو کې له مسئولو بنسټونو او له نړیوالې ټولنې څخه په ځغرده غواړو څو له هغو کړنو څخه چې د ادیانو د پیروانو ترمنځ د کرکې او بلوا سبب ګرځي، مخنیوی وکړي. “
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې دغه سیالي په هالنډ کې ترسره شي خو د هالنډ حکومت ویلي چې له دغه سیالي سره کوم تړاو نه لري.
 


د مطلب کود: 169693

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169693/اسلام-ستر-پیغمبر-سپکاوي-ډکو-انځورونو-په-وړاندی-افغان-حکومت-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com