دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 169694
هند افغان ماشومانو سره چی زړه ناروغی ولری، یو میلیون ډالره مرسته کوی
هند د افغان ماشومانو د زړه د مورزادي ناروغیو د درملنې لپاره یو میلیون ډالره مرسته کوي.

په کابل کې د هند سفارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د هند حکومت له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د افغان ماشومانو د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته د کال یو میلیون ډالره ورکوي.
د هند سفارت وايي چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې هم د هند حکومت همدومره مرسته کړې وه.
هند د افغانستان په بیارغونه کې مهمه ونډه اخیستې او په څه باندې څلور میلیارد ډالره مرسته‌یې چې له افغانستان سره‌یې کړې ده، د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او د زرنج-دلارام سړک په شان ګڼې پروژې جوړې کړې دي.
https://avapress.com/vdcaoon6y49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته