کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند افغان ماشومانو سره چی زړه ناروغی ولری، یو میلیون ډالره مرسته کوی

8 سنبله 1397 ساعت 17:37

هند د افغان ماشومانو د زړه د مورزادي ناروغیو د درملنې لپاره یو میلیون ډالره مرسته کوي.



په کابل کې د هند سفارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د هند حکومت له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د افغان ماشومانو د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته د کال یو میلیون ډالره ورکوي.
د هند سفارت وايي چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې هم د هند حکومت همدومره مرسته کړې وه.
هند د افغانستان په بیارغونه کې مهمه ونډه اخیستې او په څه باندې څلور میلیارد ډالره مرسته‌یې چې له افغانستان سره‌یې کړې ده، د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او د زرنج-دلارام سړک په شان ګڼې پروژې جوړې کړې دي.


د مطلب کود: 169694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169694/هند-افغان-ماشومانو-سره-چی-زړه-ناروغی-ولری-یو-میلیون-ډالره-مرسته-کوی

آوا
  https://www.avapress.com