کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې پاکستانۍ کالدارو او نورو خارجی اسعارو په وړاندی لاریون

9 سنبله 1397 ساعت 17:11

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي د دې ولایت يو شمېر ځوانانو په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د کارونې او پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي په تړاو سوله ييز لاريون وکړ.



د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د کارونې او کلدارو د مخنيوي په موخه د جلال اباد په سپين غر هوټل کې راټول شوي و او له هغه ځايه يې د سوله ييز لاريون په ترڅ کې، چې تبلِغاتِ پاڼې له ځانونو سره ليږدولې په ولسونو يې غږ وکړ، چې تردې وروسته په پېر او پلور کې د پاکستانۍ کلدارو پر ځای له افغانۍ څخه کار واخلي.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د بشپړ چلند او کلدارو د مخنيوي په تړاو د ولايتي ادارې د وروستۍ پريکړې پر اساس ځوانان د ملي مسئوليت له مخې افغانۍ د دودولو لپاره په مرکز او ولسواليو کې مبارزه کوي.
د يادونې ده ، چې څو ورځې وړاندې ننګرهار والي په بېلا بېلو ناستو کې مسئولينو او هټۍ والو ته په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د کارونې او پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي جدي سپارښتنه کړې، چې د ولسونو له لوري د دې پريکړې تود هر کلی وشو.
 


د مطلب کود: 169719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169719/په-ننګرهار-کې-پاکستانۍ-کالدارو-او-نورو-خارجی-اسعارو-وړاندی-لاریون

آوا
  https://www.avapress.com