دخپریدو نیټه :جمعه ۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 169720
پکتیا کې امریکایی ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله والو ته مرګژوبله
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالی په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانی تېره ورځ د یو بیان په خپرولو سره وویل، چې د ائتلافي ځواکونو په هوایي برید کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”ائتلافي ځواکونو د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د کوه سین په سیمه کې وسله وال مخالفین په نښه کړي، ۴ تنه وسله وال ترهګر وژلي او ۶ تنه ژوبل کړي دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcauon6w49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته