کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې امریکایی ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله والو ته مرګژوبله

9 سنبله 1397 ساعت 17:17

د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالی په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانی تېره ورځ د یو بیان په خپرولو سره وویل، چې د ائتلافي ځواکونو په هوایي برید کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”ائتلافي ځواکونو د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ د کوه سین په سیمه کې وسله وال مخالفین په نښه کړي، ۴ تنه وسله وال ترهګر وژلي او ۶ تنه ژوبل کړي دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 169720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169720/پکتیا-کې-امریکایی-ځواکونو-عملیاتو-په-ترڅ-۱۰-وسله-والو-ته-مرګژوبله

آوا
  https://www.avapress.com