دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 169732
برتانیا د افغان هوایي ځواک د وړتیاو د لوړیدو په برخه کې مرسته کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، د برتانیا د دفاع وزیر د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره کابل کې په کتنه کې هغه ته د افغان ځواوکونو د جګړیزو وړتیاو د لوړیدو په برخه کې د خپل هیواد د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې، چې په ارګ کې د ملي امنیت د شورا په دفتر کې شوې، د برتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسون له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو له قربانیو ستاینه کړې او ښاغلي محب ته یې افغان ځواکونو سره د خپلو همکاریو له دوام څخه ډاډ ورکړی.
د برتانیا د دفاع وزیر ویلي، هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونو او وړتیاوو په پورته کولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي ویلیامسون همداشان ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، چې له افغان ځواکونو سره د پرمختللیو طبي امکاناتو د برابرولو په برخه کې هم همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې د ښاغلي ویلیامسون له قوله ویل شوي،چې "د بریتانیا په کوڅو او سړکونه کې هغه مهال د کامل آمن احساس کیدلی شي، کله چې د افغانستان په کوڅو او سړکونو کې د آمن احساس وشي".
د دې اعلامیې له مخې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د برتانیا دفاع وزیر ته ویلي،چې د افغان حکومت په افغانستان کې د آمن او ثبات ټینګیدو ته ژمن دی.
دا اعلامیه وايي "ښاغلي محب وویل، چې نه غواړي د افغانستان راتلونکي نسلونه په جنګ او کړکیچ کې تیر کړي".
ښاغلي محب ویلي،چې له هرې ممکنه لارې او فرصت څخه به ګټه پورته کړو ترڅو په افغانستان کې جنګ او انسان وژنه ختمه شي.
کابل ته د برتانیا د دفاع وزیر سفر دمخه نه وو اعلان شوی او د نورو افغان چارواکو سره د هغه د لیدو کتو په اړه هم ر سنیو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsn0fxyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته