دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 169734
په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګری وتړل شوه
په کابل کې د پاکستان سفارت وایي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یې د پاکستان قونسلګری تړلې ده.

د پاکستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار والي حیات الله حیات د لاسوهنو له کبله په مرکز جلال اباد ښار کې یې د پاکستان قونسلګری تړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پاکستان سفارت د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د قونسلګری په فعالیتونو کې یې د ننګرهار والي د حیات الله حیات د لاسوهنو مخه ونیسي او د تېر په څېر امنیتي تدابیر باید په پام کې ونیول شي.
د پاکستان سفارت له مخې، تر هغه چې د قونسلګری امنیتي ستونزې نه وي حل شوې، په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګری ودانی به تړلې وي.
د افغان حکومت، بهرنیو چارو وزارت او د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfm1dyjw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته