دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 169736
ولسمشر غني او د بریتانیا دفاع وزیر د افغان پوځ د تمویل او تجهیز او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې
ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا دفاع وزیر ګوین ویلیامسن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه‌ییزو مسایلو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او له تروریزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.
د ارګ ماڼی له مخې، د هېواد جمهوررئیس د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیامسن او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د بریتانیا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.
ارګ ماڼی وایي وروسته، د برتانیا د دفاع وزیر له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو قربانۍ وستایلې او په افغانستان کې یې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت ترڅنګ له افغانستان سره په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxwnz-23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته