کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار دوربابا ولسوال او امنیه قوماندان موتر باندی چاودنه

10 سنبله 1397 ساعت 12:45

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دوربابا ولسوالی ولسوال او امنیه قوماندان پر موټر چاودنه شوې ده.



د ولایت مقام دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې پیښه نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د دوربابا ولسوال او امنیه قوماندان سربیرن ټپیان شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ولسوال هميشه ګل مسلم او امنيه قومندان نواب خان پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې ولسوال او امنيه قومندان سطحي ټپیان شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوي، چې ولسوال او امنيه قومندان په ياده سيمه کې پر ګزمه بوخت و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپیان د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.
 


د مطلب کود: 169747

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169747/ننګرهار-دوربابا-ولسوال-او-امنیه-قوماندان-موتر-باندی-چاودنه

آوا
  https://www.avapress.com