دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 169749
افغانستان ملی کرکټ ملی ټیم ایرلنډ ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون په ایرلنډ کې کوربه هیواد ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه او په دې سره يې د شل اوریزو او یو ورځینو سیالیو سریز وګټه.

په پرونۍ لوبۍ کې ایرلنډ افغانستان ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ چې افغان ټیم د دوه لوبغاړو په سوځیدو پور کړ.
د ایرلنډ پر وړاندې سیریز کې د افغانستان د ملي ټیم د کامیابۍ په اړه د کرکټ بورډ د رسنیو مسول فرید هوتک په دی اړه وویل :
" افغان ټیم تر یو ورځنیو مسابقو مخکې شل اوریزې سیالۍ دوه په مقابل د صفر کې وګټلې او په یو ورځنیو سیالیو کې يې د یو په مقابل کې د دوه لوبو په ګټلو ایرلنډ په خپل کور کې مات کړ"
د افغانستان د کرکټ ملي تیم به له دې وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام په سیالو کې برخه واخلي.
افغان ټیم به د اسیا جام په سیالیو کې خپله لومړۍ مسابقه د روانې سیپتمبر په ۱۷ نیټه له سري لانکا سره وکړي.
https://avapress.com/vdcba9b89rhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته