کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ملی کرکټ ملی ټیم ایرلنډ ته ماته ورکړه

10 سنبله 1397 ساعت 12:50

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون په ایرلنډ کې کوربه هیواد ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه او په دې سره يې د شل اوریزو او یو ورځینو سیالیو سریز وګټه.



په پرونۍ لوبۍ کې ایرلنډ افغانستان ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ چې افغان ټیم د دوه لوبغاړو په سوځیدو پور کړ.
د ایرلنډ پر وړاندې سیریز کې د افغانستان د ملي ټیم د کامیابۍ په اړه د کرکټ بورډ د رسنیو مسول فرید هوتک په دی اړه وویل :
" افغان ټیم تر یو ورځنیو مسابقو مخکې شل اوریزې سیالۍ دوه په مقابل د صفر کې وګټلې او په یو ورځنیو سیالیو کې يې د یو په مقابل کې د دوه لوبو په ګټلو ایرلنډ په خپل کور کې مات کړ"
د افغانستان د کرکټ ملي تیم به له دې وروسته په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام په سیالو کې برخه واخلي.
افغان ټیم به د اسیا جام په سیالیو کې خپله لومړۍ مسابقه د روانې سیپتمبر په ۱۷ نیټه له سري لانکا سره وکړي.


د مطلب کود: 169749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169749/افغانستان-ملی-کرکټ-ټیم-ایرلنډ-ته-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com