د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې " سي اې پي جي " نن د شنبې په ورځ (د وږي لسمه) د تیراګست په میاشت کې د ملکي تلفاتو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې په ۱۹ ولایتونو کې ۲۶۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۲۴ تنه ټپیان شوي دي.
تیر اګست میاشت کې ۲۶۱ملکي افغانان وژل شوي - راپور
10 سنبله 1397 ساعت 16:23
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې " سي اې پي جي " نن د شنبې په ورځ (د وږي لسمه) د تیراګست په میاشت کې د ملکي تلفاتو په اړه په یو راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې په ۱۹ ولایتونو کې ۲۶۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۲۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله " سي اې پي جي " چې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروي د اګست د میاشتې په خپل راپور کې ویلي، چې د جولای د میاشتې پر تله د اګست په میاشت کې په زیات شمیر ملکي افغانان مړه او ژوبل شوي دي.
د جولای په میاشت کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۲۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۳ تنه نور ټپیان شوي وو.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ، د راپور له مخې د تیر اګست په میاشت کې د نورو ولایتونو پر تله د غزني په ولایت کې ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.
د دغه راپور له مخې د اګست پر لسمه په غزني ښار باندې د طالبانو د پراخه بریدونو وروسته په دغه ښار کې د څلورو ورځو جګړو له امله ۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د راپور له مخې تیره میاشت کې ملکي وګړو ته د رسیدلې مرګ ژوبلې ډیر مسولیت د وسله والو طالبانو پر غاړه دی.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې " سي اې پي جي " د راپور له مخې د اګست په میاشت د غزني وروسته په ځانمرګو بریدونو کې ډیره مرګ ژوبله د کابل په ښار کې ملکي وګړو ته رسیدلې ده.
د دغې ډلې د راپور پر اساس د کابل په لودیځه خوا کې د دشتي برچې په سیمه کې د "موعود" په نوم په روزنیز مرکز باندې په ځانمرګي برید کې ۶۹ ملکي وګړي ووژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې د کابل وروسته د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز په ښار کې د شعیه ګانو په یو جومات په ځانمرګي برید کې ۲۹ ملکي وګړي ووژل شوي او ۵۴ نور ژوبل شوي دي.
که څه هم " سي اې پي جي " د اګست د میاشتې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیات مسولیت د طالبانو پر غاړه اچولی، خو د کابل د "موعود" پر روزنیز مرکز او د پکتیا ولایت د مرکز د شیعه ګانو پر جومات د بریدونو مسولیت د اسلامي دولت یا داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
د مطلب کود: 169779