کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لوی ملي ائتلاف په کابل کې د انتخاباتو اړوند سل زره اسناد افشا کړل

10 سنبله 1397 ساعت 19:10

د افغانستان لوی ملي ائتلاف په کابل کې د انتخاباتو اړوند سل زره اسناد چې د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي، له رسنیو سره شریک کړل.



د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، د هېواد له ۳۳ ولایتونو یې نېږدې يو میليون داسې اسناد راټول کړي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو شفافیت په جدي ډول تر پوښتنې لاندې راولي.
د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه اسناد ښيي چې حکومت په لوی لاس په انتخاباتو کې درغلیو ته لار هواروي او غواړي چې د خپلې خوښې نوماندان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې بریالي کړي.
دی وایي:
"نن موږ د يوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې د حکومت او انتخاباتو کمېسيون له درغلیو ډکې کړنې افشا کړې او څه د پاڅه سل زره اسناد موږ راټول کړي وو چې په کې د مختلفې کټګورۍ اسناد شامل دي."
ښاغلی اوریا وايي، دغه اسناد په درېیو کټګوریو وېشل کېږي چې لومړۍ کټګوري يې هغه اسناد دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مامورینو د پیسو په بدل کې خلکو ته ورکړي، دوهمه کټګوري هغه اسناد دي چې د کمېسيون له خوا يو شمېر نوماندانو ته ورکړل شوي او درېیمه کټګوري هغه اسناد دي چې حکومت له خوا يو شمېر نوماندانو ته ورکړل شوي وو.
د ده په خبره، په دغو اسناد کې تذکرې، سټيکرونه او په انتخاباتو پورې اړوند يو شمېر نور شیان شامل دي چې انکار کول ترې ناشوني دي.
ښاغلی اوریا وايي، دوی خپل ننني کنفرانس ته د عدلي او قضايي بنسټونو مسؤلین هم غوښتي وو چې دغه اسناد وګوري او ارزیابي یې کړي، خو د ده په خبره، دوی نه وو حاضر شوي.
د لوی ملي ائتلاف ویاند ګواښ کوي چې دوی به هېڅ کله دا اجازه ور نه کړي چې له درغلیو ډکې ټاکنې وشي.
د ده په خبره، د انتخاباتو کمېسيون خپلواکي نه لري او څه چې ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست وايي، دغه کمېسيون یې سرته رسوي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، دا موضوع دوی ته د پوښتنې وړ ده چې لوی ملي ائتلاف په دومره لوی تعداد کې تذکرې او سټيکرونه له کومه کړي؟
د دغه کمېسيون ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:
"دا موضوع ډېر دقت او ارزیابۍ ته اړتیا لري او موږ ته دا د پوښتنې وړ موضوع ده چې دومره تذکرې او سټيکرونه دوی له کومه کړي، بل له کشفي او استخباراتي ارګانونو نه مو هیله ده چې دا پیدا کړي دا خو جرم دی، خیانت دی، هغه که هرچا کړی وي."
دا لومړی ځل دی نه دی چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو په اړه د درغلیو غږ پورته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم يو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو په دغو ټاکنو کې د درغلیو خبره کړې، ان تردې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون يو شمېر مسؤلین او کارکوونکي یې د رشوت په اخيستو تورن کړي وو.
تر دې وړاندې سیاسي ګوندونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې په ټول توان به د داسې انتخاباتو چې درغلۍ په‌ کې سر له اوسه محسوسېږي، مخه ونیسي

 


د مطلب کود: 169803

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169803/د-افغانستان-لوی-ملي-ائتلاف-په-کابل-کې-انتخاباتو-اړوند-سل-زره-اسناد-افشا-کړل

آوا
  https://www.avapress.com