دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۵۸
د مطلب کود : 169817
په کونړ ولایت کې امریکایی ځواکونو هوایی برید کې القاعدی ډلې څلور غړۍ وژل شوي
د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو په هوايي برید کې د القاعدې شبکې څلور مهم غړي وژل شوي.

په ختېځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د القاعدې شبکې څلور غړي تېره ورځ د وټه پور ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په افغانستان کې میشت ائتلافي ځواکونو د وټه پور ولسوالی اړوند په خاکی بانډی په سیمه کې د القاعدې شبکې پر پټنځایونه هوایي بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې د القاعدې څلور غړي وژل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې تیره ورځ د کونړ ولایت وټه پور ولسوالی خاکی بانډی په سیمه کی د القاعده تروریستي ډلې په پټنځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۴ تنه د القاعده غړي هر یوحبیب الرحمن مشهور په ملک، سیداجان، نعمت الله او ملاجان وژل شوي دي. “
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdchzwnzq23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته