دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۲۳:۰۴
د مطلب کود : 169819
ننګهار والی: پاکستان قونسلګری کې فساد ته زمينه برابره دی چی د زغملو وړ نه ده
په کابل کې د پاکستان سفارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګری د ننګرهار والي حیات الله حیات د لاسوهنو په غبرګون کې تړلې ده.

خو د ننګرهار والي وايي د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې يې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې او په دې اړه یې رسمي سپيناوی غوښتی .
ننګرهار والي حیات الله حیات له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په دې ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې، خو د ويزو اخیستو په پروسه کې يې د شته بې نظمۍ او فساد مخنيوي په موخه د قونسلګرۍ په همغږۍ لومړني اقدامات پیل کړي .
نوموړي وويل ”هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته د ويزو اخيستو په موخه زرګونه کسان راځي، چې د بې نظمۍ او فساد له امله خلک وهل کيږي، ټکول کيږي او پښو لاندې کيږي، چې د افغانانو بې عزتي مونږ ته د منلو او زغملو نده، هره ورځ د ويزې لګولو په موخه له خلکو څخه له پنځو زرو څخه تر شل زره روپيو پورې اخيستل کيږي او له فساد څخه خلک پوزې ته راغلي. “
ښاغلي حیات زیاته کړه، چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د امنيت، د خلکو تنظيم او فساد مخنيوی زمونږ مسئوليت دی او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو په عزت لوبې وکړي او يا هم فساد ته زمينه برابره کړي.
د ننګرهار ولایت په یوه بیان کې ویلي، چې ننګرهار والي حيات الله حيات د تېرې پنجشنې په ورځ پاکستان قونسلګرۍ ته ولاړ او په سيمه کې يې د ولايت مقام په حويلۍ کې د پاکستان ويزو اخیستوونکو نظم تنظيم او ورته يې لومړني سهولتونه برابر کړل.
 
https://avapress.com/vdcjvhevhuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته