دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 169850
غزنی کې ۳۱ تنو وسله والو ته مرګژوبله اوښتي
دغزني ولایت د اندړو او ناوې ولسوالیو په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د ارزو او ناوې ولسوالۍ د لانګا په سیمو کې پر وسله والو مخالفینو هوایي بریدونه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، د تندر قول اردو ماین پاکونکو ټیمونو لخوا د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ د ارزو او میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۹ کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړل شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غزني د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.
د غزني ولایت په شمېر لرو پرتو سیمو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم په فعاله توګه په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
 
https://avapress.com/vdceno8z7jh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته