دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 169851
جنرال آسټین سکاټ مېلر په افغانستان کې د ناټو او امریکایی پوځیانو عمومی قومانده په حیث رسمآ په کار پیل وکړ
امریکايي جنرال آسټین سکاټ مېلر نن په افغانستان کې د جنرال جان نیکولسن پر ځای د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومانده په یو لړ مراسمو کې رسماً په لاس کې واخیسته.

جنرال نیکولسن په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په مقر کې جنرال مېلر ته د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندې مسوولیت رسماً وسپاره.
په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په مرکزي قرارګاه کې د قومندې د بدلون په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې چې افغان او بهرنیو مقاماتو په کې ګډون کړی وو، جنرال مېلر وویل، چې ناټو او افغان ملګرو په تېرو ۱۷ کلونو کې ډیرې قرباني ورکړي دي.
جنرال مېلر د روانو تاوتریخوالو او ستونزو د حل لپاره د اوږدمهالو لارو چارو پر اړتیا ټنیګار وکړ.
په دغو مراسمو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نور لوړپوړي افغان چارواکي هم ګډون کړی و.
د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال جوزف ووټل او د یو شمېر هېوادونو سفیران هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
جنرال ووټل د جنرال نیکولسن د خدماتو ستاینه وکړه او وې ویل چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د لمنځه وړلو لپاره ژمن دی.
 
https://avapress.com/vdcft1dyyw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته