افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نکلسن، نن په رسمي توګه خپله دنده سکاټ میلر ته وسپارله.
سکاټ میلر افغانستان کې د جان نکلسن پر ځای دنده پيل کړه
11 سنبله 1397 ساعت 14:07
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نکلسن، نن په رسمي توګه خپله دنده سکاټ میلر ته وسپارله.
نکلسن نن د څوارلس زره امريکايې او شپږ ژره ناټو ځواکونو قومنده ميلر ته وسپارله.
نکلسن چې کابل کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل غواړي چې د افغانستان جګړه د سياسي حل لارې پر مټ پای ته ورسيږي.
نيکلسن دا هم ويلی چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې په موخه ملي، سيمه يېزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې ده.
نکلسن وویل چې په افغانستان کې مدني فعالان، د سولې غوښتونکي، د ښځو د حقوقو فعالان او سياسي مخالفين ټول سوله غواړي.
نيکلسن وویل داعش ډلې ډير سيمي له لاسه ورکړي دي او اوس مهال د افغان او امريکايې ځواکونو تر سختو فشارونو لاندي ده.
د وروستيو نشر شوو عملياتو له مخې دعش ډله اوس مهال په افغانستان کې زر جنګيالي لري چې په دې وروستيو مياشتو کې يې کم و زيات دوه نيم سوه قومندانان او غړي له منځه تللي دي.
د مطلب کود: 169857