دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 169858
په بګرام کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي
د پروان ولایت د بګرام ولسوالی په مربوطاتو کې څلور وسله وال طالبان د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي.

د پروان سیمه ییز  چارواکي وایي دغه څلور وسله وال هغه مهال تر هوایي برید لاندې راغلل چې غوښتل یې د بګرام پر هوایي ډګر راکټي بریدونه وکړي.
د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار وایي پیښه د بګرام ولسوالی اړوند په قلعه نصرو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، چې پیښه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د طالبانو څلور وسله وال وژل شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پروان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpoqs42bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته