کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بګرام کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1397 ساعت 14:09

د پروان ولایت د بګرام ولسوالی په مربوطاتو کې څلور وسله وال طالبان د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي.



د پروان سیمه ییز  چارواکي وایي دغه څلور وسله وال هغه مهال تر هوایي برید لاندې راغلل چې غوښتل یې د بګرام پر هوایي ډګر راکټي بریدونه وکړي.
د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار وایي پیښه د بګرام ولسوالی اړوند په قلعه نصرو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، چې پیښه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د طالبانو څلور وسله وال وژل شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پروان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 169858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169858/په-بګرام-کې-څلور-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com