دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 169859
ننګرهار کې د داعش دوه پاکستاني ډلمشران ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شول
د ننګرهار ولایت مقام وایي د اسلامي دلت نومې ډلې یا داعشیانو دوه پاکستاني ډلمشران د ملي امنیت ریاست ځواکونو ته تسلیم شوي.

د يو ځای شويو وسله والو له ډلې نقيب الله وويل، چې څلور کاله وړاندې هغه مهال چې دغه ډله رامنځته شوه، دوی د پاکستاني طالبانو له ډلې د حافظ سعيد په مشرۍ له داعش سره يوځای شول،چې په تېرو څلورو کلونو کې يې په بېلابېلو دولت ضد کړنو، د ملکي خلکو په ربړونې او وژنې کې لاس درلود.
هغه وويل، په دې وروستیو کې چې د دغې ډلې کړنې ټولې د عامو خلکو په زيان شوې، له ملي امنيت رياست سره يې اړيکې ونيولې او تسليم شول.
دی وايي، داعش ډلې د مياشتني معاش ترڅنګ د دوی د اړتيا وړ نورې پيسې هم ورکولې او امکانات، وسلې او مهمات ورته له پولې هاغې غاړې له موجوده ډيپوګانو راتلل.
د نوموړي په وينا د داعش په ليکو کې د تاجکستان، ازبکستان، اذربايجان، چيچنيا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېل جنګيالي موجود و، چې رهبري او مشري تر ډيره له بهرنيانو سره وه.
دغه راز د يو ځای شويو وسله والو ډلې سجاد وويل، چې دوی ټولټال اووه کسان دي، چې دوه د صديق اولادونه او يوه يې ميرمن او د ده خپله مېرمن او يو ځوی دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته وويل، چې د پاکستان د اورکزيو ايجنسۍ اصلي اوسېدونکي صديق الله او سجاد چې د داعش ډلې له رهبرۍ سره له نږدې اړيکې لري او څلور کاله په دغه ډله کې پاتې شوي ملي امنيت ته تسليم شول.
د هغه په وينا تسليم شويو وسله والو خپلې مېرمنې او ماشومان هم له ځانه سره راوستي او دغه راز يې خپلې دوه ميله وسلې هم راوړې دي.
 
https://avapress.com/vdcdkn0fnyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته