کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لوی ملي ائتلاف وروستي اقدام په اړه د ټاکنو کمېسیون غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1397 ساعت 18:03

وروسته له هغه چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د انتخاباتو اړوند زرګونه اسناد چې د دوی په خبره، جعلي دي، له رسنیو سره شریک کړل، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې دا کار به د خلکو اذهان مغشوش او د ټاکنو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.




د ټاکنو کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه معلومه نه ده چې ترلاسه شوې سټیکرونه د ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري که نه او معلومه نه ده چې دغه سټیکرونه اصلي دي که جعلي.
ښاغلي صیاد ومنله چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر مهال د سټیکرونو ۶۰ کتابچې لادرکه شوي او احتمالاً د سټیکرونو ځینې کتابچې د لوی ملي ائتلاف لاس ته ورغلي دي.
نوموړی زیاته کړه، که ثابته شي چې دغه سټیکرونه په ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري عاملین به د قانون له مخې د عدلي تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.
د ټاکنو کمېسیون رئیس وویل، چې د ټاکنو کمېسیون د تذکرو مسئولیت په غاړه نه لري او دغه موضوع باید د ثبت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له لوري تثبت شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف وایي د تذکرو او سټیکرونو په ګډون نېږدې يو میليون داسې اسناد راټول کړي چې د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.
 


د مطلب کود: 169875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169875/د-افغانستان-لوی-ملي-ائتلاف-وروستي-اقدام-په-اړه-ټاکنو-کمېسیون-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com