دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 169875
د افغانستان لوی ملي ائتلاف وروستي اقدام په اړه د ټاکنو کمېسیون غبرګون
وروسته له هغه چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د انتخاباتو اړوند زرګونه اسناد چې د دوی په خبره، جعلي دي، له رسنیو سره شریک کړل، د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه اقدام په غبرګون کې ویلي چې دا کار به د خلکو اذهان مغشوش او د ټاکنو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.


د ټاکنو کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، چې تر اوسه معلومه نه ده چې ترلاسه شوې سټیکرونه د ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري که نه او معلومه نه ده چې دغه سټیکرونه اصلي دي که جعلي.
ښاغلي صیاد ومنله چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پر مهال د سټیکرونو ۶۰ کتابچې لادرکه شوي او احتمالاً د سټیکرونو ځینې کتابچې د لوی ملي ائتلاف لاس ته ورغلي دي.
نوموړی زیاته کړه، که ثابته شي چې دغه سټیکرونه په ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري عاملین به د قانون له مخې د عدلي تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژندل شي.
د ټاکنو کمېسیون رئیس وویل، چې د ټاکنو کمېسیون د تذکرو مسئولیت په غاړه نه لري او دغه موضوع باید د ثبت د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې له لوري تثبت شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف وایي د تذکرو او سټیکرونو په ګډون نېږدې يو میليون داسې اسناد راټول کړي چې د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b8srhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته