دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۲۲:۲۴
د مطلب کود : 169885
په کونړ کې داعش ډلې نږدی ۲۳ غړي وژل شوي
په کونړ کې افغان امنیتي چارواکي وايي، د داعش پر ضد د پراخو عملیاتو په لړ کې د دې ډلې ۲۳ غړي وژل شوي دي.

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان میرویس ساپي  د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا عملیات له تېرو ۴ ورځو راهیسې روان دي.
ده همداراز وویل چې په دې عملیاتو کې چې د خلکو په غوښتنه پیل شوي، له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل کېږي.
داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcc4oqsp2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته