کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د وسله والو طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته

11 سنبله 1397 ساعت 22:34

د کندهار ولایت په مربوطاتو کې له ملي پولیسو سره په جلا نښتو کې د وسله والو طالبانو یوه ډلمشر او شپږ وسله وال وژل شوي.



د کورنیو چارووزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په کندهارولایت کي د طالب ترهګرو یوسیمه ییز قومندان د ملی پولیسو او ملی اردوی ځواکونو سره په نښته کی ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد سیمه ییز قومندان حاجی لالا نومیږی، تيره ورځ د کندهار ولایت نیش ولسوالۍ د شین کیان اړوند سیمه کی وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دی پیښه کي د ملي پولیسو، ملي اردو او ځایی خلکو ته زیان نه دی رسیدلي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د منډی ګګ اړوند سیمه کي د ملی پولیسوسره په نښته کي،۶ تنه طالب ترهګر وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندهار د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کندهار ولایت  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 169886

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169886/په-کندهار-کې-د-وسله-والو-طالبانو-او-امنیتی-ځواکونو-ترمنځ-نښته

آوا
  https://www.avapress.com