کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایی قومانده، روسیه د افغانستان بی ثباته کولو هڅو باندی تورن کړ

12 سنبله 1397 ساعت 7:40

جنرال نیکلسون؛ امریکایی او ناتو ځواکونو پخوانۍ قوماندان په افغانستان کې ویلی دی چی روسیه د افغانستان په بی ثباته کولوس ره او د امریکا او امریکا ائتلافی شرکاوو ترمنځ اختلاف رامنځته کولو لپاره هڅې کوی.



د آوا په ګزارش سره، دا امریکایی قومانده چی تیره ورځ یکشنبه خپل مسؤولیت و جنرال اسکات میلر ته پریښوده، په سیمه کې د روسیه اهدافو په اړه دا خبری مطرح کړ.
دا په داسی حال کې دی چی په دی اخیرو کې ځینی ګزارشونه خپور شوی دی چی په اساس یی روسیه هڅه کوی د افغانستان سولې پروسی سره مرستې په بهانه، د طالبانو څخه د افغانستان جنګ او سولې معادلاتو کې خپل نفوذ لاندی ځواکونو په حیث ګټه واخلی.
جنرال نیکلسون په دی اړه ویلی دی چی موږ پوهیږو چی روسیه هڅه کوی چی په افغانستان کې زموږ نظامی لاسته راوړنې او نظامی پرمختګونه کم کړی.
هغه وویل چی په دی کې شک نشته چی روسیه غواړی د امریکا او مرکزی آسیا شرکاوو د افغانستان په شمول ترمنځ واټن رامنځته کړی.
دا په داسی حال کې وو چی قرار وو روسیه د سپتامبر په ۴ نیټه د افغانستان او طالبانو او امریکا او ځینی نورو هیوادونو ترمنځ ناستې کوربه توب وکړی؛ خو دا ناسته ددی وروسته وځنډول شو چی اشرف غنی، د روسیه دعوت په هغه ناسته کې ګډون لپاره رد کړ.
له بل لوری، امریکا همدارنګه هیله مند دی چی دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات ترسره شی.
 


د مطلب کود: 169904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169904/امریکایی-قومانده-روسیه-د-افغانستان-بی-ثباته-کولو-هڅو-باندی-تورن-کړ

آوا
  https://www.avapress.com