دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 169920
د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال هم له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار سلیمان کاکړ هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي په استعفا لیک کې چې ولسمشر محمد غني ته یې لیکلی ویلي، چې د ځینو موجودو ستونزو له کبله له خپلې دندې استعفا ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر شاوخوا لس ورځ ې مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې استعفا لامل یې د حکومت له مشرتابې سره په سیاسي چارو کې د جدي اختلافاتو موجودیت بللې وې.
 ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر استعفا د هېواد لوړو ګټو ته په کتو منلې ده.
ولسمشر غني وویل ”د خپل دوست او دوامداره همکار د استعفا منل راته ستونزمن تصمیم و، خو د هېواد د ملي ګټو په خاطر مې باید دغه تصمیم نیولی وای. “
 
https://avapress.com/vdccioqsx2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته