کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د ناټو نوی قوماندان پیغام

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1397 ساعت 14:02

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر ژمنه کړې ده چې په خپل نوي موقف او دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.



د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ نوی قومندان جنرال سکاټ میلر خپل حضور ته ومانه.
خبرپاڼه زیاتويو چې په پیل کې د هېواد جمهوررئیس جنرال میلر ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ له هغه څخه مننه وکړه چې دغه دروند مسوولیت یې ومانه او په دنده کې یې ورته د کامیابۍ هیله څرګنده کړه.
د ارګ ماڼی په وینا، په دغه لیدنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوبونو او همدارنګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د سټراټيژۍ او د هغې د مثبتو نتایجو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، ورپسې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال میلر جمهوررئیس څخه د مننې په څرګندولو، په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په خپل نوي موقف او دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.
 


د مطلب کود: 169928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169928/د-افغان-امنیتي-او-دفاعي-ځواکونو-په-اړه-ناټو-نوی-قوماندان-پیغام

آوا
  https://www.avapress.com