دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 169929
د انتخاباتو کمېسیون: په استعفا مکلفو نوماندانو که استعفا نه وي کړي، حذف کېږي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکوي چې هغه کاندیدان چې استعفاوې یې نه وي کړې، د اثبات په صورت کې به د کاندیدانو له وروستي لېسته حذف شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکوي چې هغه کاندیدان چې استعفاوې یې نه وي کړې، د اثبات په صورت کې به د کاندیدانو له وروستي لېسته حذف شي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، هغه کاندیدان چې استعفا یې نه وي کړي او یا له وخته مخکې کمپاینونه کوي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
د دغه کمېسیون کميشنر او ویاند علي رضا روحاني د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هغو کسانو نومونه به د کاندیداتورۍ له وروستي لېسته حذف شي چې په استعفا مکلف دي، خو تراوسه یې استعفا نه وي ورکړې.
دی وایي:

"هغه څوک چې استعفا یې نه وي ورکړي او قانون په استعفا مکلف کړي وي او انتخاباتي کمېسیونونه یې اغفال کړي وي، که کاندید وي او له کار ځای یې استعفا نه وي ورکړې، دوی د کاندیدۍ په شرایطو برابر نه پېژندل کېږي، هم اوس او هم وروسته د کاندیدانو له لېسته د حذف قابل دي."

د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه وايي، داسې ډېر موارد شته چې کاندیدانو استعفاګانې نه دي کړي او له کاندیدۍ سره سره خپل پخواني کارونه کوي.

بل خوا په کابل ښار او یوشمېر نورو لویو ښارونو کې ځینو کاندیدانو په واټونو او څلور لارو کې د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ورځې او د لوی اختر د مبارکیو په بهانه، خپل لوی لوی تصویرنه لګولي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مني چې یوشمېر کاندیدانو له وخته مخکې کمپاین پیل کړی، خو ټینګار کوي چې له وخته مخکې کمپاین کوونکي به له قانون سره سم له یولک افغانیو نیولې، تر ۵۰ زره افغانیو نغدي جریمه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو اجرائیوي رئیس وايي، ډېری داسې کاندیدان هم شته چې د سیاسي کارپوه په صفت په رسنیو کې خبرې کوي چې دا هم یو ډول کمپاین دی او سرغړونه بلل کېږي.

ښاغلی رشید زیاتوي، له وخت مخکې هر ډول دود دستور چې د خلکو ذهنونه تسخیر او افکار د ځان په ګټه را واړوي، کمپاین بلل کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه ترسره کېږي چې رسمي کمپاینونه یې د میزان په ۶ مه پيلېږي او د میزان په ۲۶ مه پای ته رسېږي چې بیا وروسته ۴۸ ساعته د سکوت وخت دی.

د انتخاباتي چارو کارپوهان وايي، انتخاباتي کمېسیونونه باید له استعفا لیک پرته کاندیدانو ته دا اجازه نه وای ورکړې چې وروستي لېست ته لار پیدا کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb59b89rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته