دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 169948
وسله والو طالبانو دولت اباد ولسوالۍ چاهی سیمه نیولي
بلخ کې امنیتي چارواکي وايي، وسله‎والو د دولت‎اباد ولسوالۍ د چاهي سیمه نیولې ده.

مزارشریف کې امنیتی چارواکې وایی چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه د دولت‎اباد ولسوالۍ په چاهي سیمه برید کړی دی.
وسله‎والو طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د چاهي سیمې بازار د دوی تر ولکې لاندې دی او دغلته‎یې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات اړولي دي.
د دولت‎اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان فضل‌الدین نجم‎زاده په دی اړه ویلي چې د وسله‎والو د ځپلو لپاره عملیات پیل شوي او ډېر ژر به د چاهي سیمه له وسله‎والو طالبانو پاکه کړي.
https://avapress.com/vdcc0oqs42bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته