دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 169951
افغان حکومت اجرائیه ریاست پر پاکستان باندی د امریکا ۳۰۰ میلیونو ډالرو بندیدو هرکلي کړي
د افغان حکومت اجرائیه ریاست د امریکا د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې يې پر پاکستان ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته بنده شوې ده.


د افغان حکومت اجرائیه ریاست باور لري چې پاکستان ته د امریکا دغه د مالي مرستې ورکول کولای شي چې یاد هېواد د ترورېزم له ملاتړه راوګرځوي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم  وویل، دوی د ټولو هغو پرېکړو هرکلی کوي چې له مخې يې د ترورېزم پر ملاتړو هېوادونو نړیوال فشار زیاتېږي.
ښاغلي میثم وویل چې پر پاکستان د پوځي مرستو بندېدل د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د حکومت د پالېسۍ یوه برخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې له پاکستان سره‌یې د هغو ۳۰۰ ميلیونه ډالرو د مرستې د لغوه کولو پرېکړه کړې چې مخکې د سخت دريځو پر وړاندې د دې هېواد له‌خوا د کافي اقداماتو د نه‌کولو په خاطر ځنډول شوې وه.
متحده ایالات پر اسلام‌اباد تور پورې کوي چې هغو سخت دريځو ته‌یې خوندي ځايونه ورکړي، کوم چې په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راهیسې جګړه پر مخ وړي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د امریکا د دفاع وزارت وياند ډګرمن کان فاکنر وویل چې دغه ۳۰۰ ميليونه ډالر به بل ځای مصرفېږي، ځکه پاکستان د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ د ملاتړ لپاره پرېکنده اقدامات نه‌دي کړي.
ښاغلي فاکنر دا هم ویلي چې د روان کال په لومړيو کې کانګرس پر پاکستان د ائتلاف د ملاتړ د صندوق په چوکاټ کې ۵۰۰ ميليونه ډالر نوره مرسته هم بنده کړې وه او د دغې نوې مرستې له لغوه کېدو سره ټولې ۸۰۰ ميلیونه ډالره مرستې له پاکستانه ګرځول کېږي.
  ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د امریکا په دې پرېکړه خوښي څرګندوي.
د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادر خان کټوازی وايي، د پاکستان په وړاندې باید د امریکا د متحده ایالاتو ورته بندیزونه دوام پیدا کړي، څو یاد هېواد د تروېزم له ملاتړه لاس په سر شي.
 
https://avapress.com/vdcgny9qqak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته