دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 169976
پاکستان بهرنیو چارو وزیر: جلال آباد له قونسلګري څخه ویزو صادرول به یوازې ناروغانو او زده کوونکو لپاره دوام ولری
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د موجودو ستونزو تر هوارېدو به د جلال اباد له قونسلګري څخه د ویزو د صادرلو لړی یوازې د ناروغانو او زده کوونکو لپاره دوام ولري.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي قریشي دغه څرګندونې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره د ټیلیفوني مرکې پر مهال وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي قریشي له افغان حکومت څخه غوښتي چې په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګري لپاره امنیتي تدابیر د پخوا په څېر په پام کې ونیسي.
د یادونې وړه ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت د شنبې په ورځ وویل، چې د ننګرهار د والي د مداخلې له کبله په جلال اباد ښار کې خپله قونسلګري په موقته توګه تړلې ده.
خو د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان سفارت د اعلامیې په غبرګون کې ویلي و، چې په دې ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې، خو د ويزو اخیستو په پروسه کې يې د شته بې نظمۍ او فساد مخنيوي په موخه د قونسلګرۍ په همغږۍ لومړني اقدامات پیل کړي .
 
https://avapress.com/vdcd5n0f9yt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته