دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 169978
پاکستان بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکایی سیال سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو مرستې لغوه کیدو په اړه خبری کوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان پوځ ته د امریکا د ۳۰۰ میليونو ډالرو مرستې د لغوه کېدو په اړه به له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره خبرې وکړي.

قریشي پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، دا موضوع به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سره لیدنه کې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته اسلام اباد ته ورشي، یاده کړي.
قریشي وویل:
"له پامپیو سره به کېنو، خپل نظریات به ورسره شریک کړو او د هغوی به هم واورو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې دا پیسې مرسته نه ده، بلکې د پاکستان هغه پیسې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې لګولي دي چې امریکا یې باید ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستان سره یې ۳۰۰ میليونه ډالره مرسته له دې کبله چې دې هېواد د سخت دریځو ډلو پر ضد اقدامات نه دی کړی، ځنډولې ده.
 
https://avapress.com/vdcfe1dycw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته