کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکایی سیال سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو مرستې لغوه کیدو په اړه خبری کوی

12 سنبله 1397 ساعت 18:46

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان پوځ ته د امریکا د ۳۰۰ میليونو ډالرو مرستې د لغوه کېدو په اړه به له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره خبرې وکړي.



قریشي پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، دا موضوع به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سره لیدنه کې چې ټاکل شوې دوه ورځې وروسته اسلام اباد ته ورشي، یاده کړي.
قریشي وویل:
"له پامپیو سره به کېنو، خپل نظریات به ورسره شریک کړو او د هغوی به هم واورو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې دا پیسې مرسته نه ده، بلکې د پاکستان هغه پیسې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې لګولي دي چې امریکا یې باید ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستان سره یې ۳۰۰ میليونه ډالره مرسته له دې کبله چې دې هېواد د سخت دریځو ډلو پر ضد اقدامات نه دی کړی، ځنډولې ده.
 


د مطلب کود: 169978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/169978/پاکستان-بهرنیو-چارو-وزیر-د-خپل-امریکایی-سیال-سره-۳۰۰-میلیونو-ډالرو-مرستې-لغوه-کیدو-په-اړه-خبری-کوی

آوا
  https://www.avapress.com