دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 169980
ناپیژانده وسله والو په پکتیا کې درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې ناپيژندو وسله والو تېره شپه په دې ولايت کې درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي.

د پکيتکا د پوهنې رئيس په دی اړه وویل چې وسله والو تېره شپه ناوخته د مرکز ښرنې اړوند د حضرت بلال، سيد جلال بخاري او د خواجه خېلو په نوم درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي.
مهراب الدين زياته کړه چې د چاودنو په پايله کې يواځې د ښوونځيو څوکۍ، ميزونو، دروازې او کړکۍ له منځه تللي او چاته په کې ځاني زيان نه دی اوښتی.
د نوموړي په وينا چې په يادو درې واړو ښوونځيو کې له پنځو زرو نېولې تر شپږو زرو زده کوونکو زده کړې کوي، چې تول يې هلکان دي.
 د حضرت بلال ښوونځي مدير عبدالحميد وایی چې د دوی ښوونځی په بشپړ ډول په بمونو الوځول شوی دی او د ښوونځي څوکۍ، ميزونه، دروازې او کړکۍ مکمل له منځه تللي دي.
تردې دمه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
https://avapress.com/vdciv3azut1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته