د افغان سرتیري په یوه برید کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.
د افغان سرتیري په برید کې یو امریکايی سرتیری ووژل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 سنبله 1397 ساعت 14:42
د افغان سرتیري په یوه برید کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.
ناټو په خپله خبر پاڼه کې د خپل یو سرتیري وژل او بل ټپي کیدل منلي دي.
په دغه خبر پاڼه کې راغلي چې دغه پيښه د افغانستان په ختیځ کې رامنځته شوې او ډيری امریکايي سرتیري هم د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې میشت دي.
ددغه امریکایي سرتیري په وژل کیدو سره چې تر اوسه هویت هم نه دی معلوم، د روان کال په ترڅ په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتیرو شمیر شپږ تنو ته ورسید.
د مطلب کود: 170030