دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 170032
په ننګرهار ولایت کې ۱۱ وسله وال طالبانو د سولې له بهیر سره یوځای شول
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي یولس وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول او يولس میله بېلابېل ډوله وسلې يې هم د ملي امنيت رياست ته وسپارلې.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون له رسنيو ته وويل، چې دغه وسله والو طالبانو د قومندان جلات خان په مشرۍ په سره رود او خوږياڼو ولسواليو کې د دولت ضد کړنې تر سره کولې.
نوموړي وويل، چې ياد وسله والو طالبان د ملي امنيت موظفينو په هڅو سولې بهير سره نن رسماً يو ځای شول او خپلې يولس ميله بېلابېل ډوله وسلې يې هم د ملي امنيت رياست ته وسپارلې.
سولې بهير سره يو ځای شويو وسله والو طالبانو وويل، چې د روانې جګړې قربانيان يواځې افغانان دي او د همدې حقيقت په موندلو سره يې له مخالفت څخه لاس واخيست.
دوی وويل، چې له دې وروسته به په سوله کې کې ژوند کوي او هڅه به وکړي، ترڅو د نورو افغانانو په څېر د هېواد په ابادولو او جوړولو کې برخه واخلي.
په همدې حال کې د ولايتي شورا وکيل ډاکتر ناصر کاموال، ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي او د ځوانانو ملي يووالي ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون د يادو وسله والو طالبانو سولې بهير سره پر يو ځای کېدا خوښي وښوده، دوی هيله وښوده، چې وسله وال طابان د جګړې پر حقانيت پوه شوي اوسې او له ښکېلو غاړو يې غوښتنه يې وکړه، چې بين الافغاني مذاکرات تر سره او تلپاتې سوله وکړي.
 
https://avapress.com/vdcipuazrt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته