دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 170053
د افغانستان شپیته په سلو کې وګړي لیک لوست نشي کولی
د لیک لوست د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې اجرائیه رييس ویلي، چې په افغانانو کې د سواد کچې ټيټوالي د جګړو دوام او بې ثباتۍ ته لار پرانیستې ده.

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې افغانان له زدکړو محروموي، د اسلام، انسانیت، افغانانو او علم دښمنان دي او په ګډه یې باید مخه ونیول شي.  
هغه زیاته کړې؛ د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره په کار ده، چې د نالوستۍ د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړو.
د پوهنې وزارت وایي، چې همدا اوس په هېواد کې درې اعشاریه اووه میلیون ماشومان له زدکړو بې برخې پاتې دي.
د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي زیاتوي؛ د نړیوالې ټولنې په مرسته هڅه کوو، چې لیک لوست عام شي او ټول افغانان زدکړو ته مناسب لاسرسی ولري. دمګړۍ دري اعشاریه اووه میلیون افغان ماشومان د بېلا بېلو دلایلو له کبله لیک لوست ته لاسرسی نلري.
په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، چې هېواد یې د لیک لوست او پوهنې د عامولو په برخه کې له افغانانو سره همکاري روانه ساتي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر متسوچي سوزاکا وایي: د جاپان حکومت په افغانستان کې د لیک لوست د دودونې لپاره پنځوس میلیون دالر مرسته کړې، چې اړوند حکومتي بنسټونه د سواد زدکړه پراخه کړي. جاپان د افغانستان د ودې او پراختیا لپاره هڅه کوي او غواړي، چې نه یوازې په دې اړه د دولت باور تر لاسه کړي، بلکې ورسره همکار هم پاتې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخکې؛ له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا دغه هېواد د کرنې او امنیت د پرختیا لپاره ۶ اعشاریه ۶ میلیارد دالر مرسته کړې ده.
د اټکلي څرګندونو له مخې؛ د افغانستان شپېته په سلو کې وګړي لیک لوست نشي کولی.
په افغانستان کې د بېوزلۍ، وروسته پاتې والي، ناامنيو او نورو ټولنیزو ستونزو مهم لامل په خلکو کې د لیک لوست د کچې ټیټوالی دی، چې که پاملرنه ورته ونشي د هېواد راتلونکی به ډېر زیانمن کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsgb8frhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته