د افغاستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني د تذکرو وېش بهیر کې د تذویر څېړلو په موخه یو پلاوی ګمارلی دی.
د جعلي تذکرو د وېش په اړه د لوی ملي ائتلاف ادعاوې او د ولسمشر غني حکم
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 سنبله 1397 ساعت 16:59
د افغاستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني د تذکرو وېش بهیر کې د تذویر څېړلو په موخه یو پلاوی ګمارلی دی.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست په یوه بیان کې ویلي ”د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د حکم پر اساس، له ۱۳۹۶ تر ۱۳۹۷کال پورې د تابعیت تذکرو د وېش په بهیر کې د تذویر څرنګوالي د هر اړخیزې څېړنې په موخه د لویې څارنوالۍ په مشرۍ باصلاحیته پلاوی وګمارل شو. “
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه پلاوي کې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست په ګډون، کورنیو چارو وزارت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د معلوماتو او احصائیې ملي اداره او د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره غړیتوب لري.
د جمهوري ریاست دفتر له مخې، د دغه حکم پر اساس، پلاوی دنده لري هغه مسؤولین او اشخاص چې د تابعیت تذکرو د تذویر په ترتیب او اجراء کې یې رول درلود، تر پېژندلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي او د خپلو هر اړخیزو څېړنو او موندنو راپور له مشخصو وړاندیزونو سره یو ځای د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف وایي د تذکرو او سټیکرونو په ګډون نېږدې يو میليون داسې اسناد راټول کړي چې د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي
د مطلب کود: 170056