دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 170067
ټولګټو وزارت د پراختیایي بودجې ډېره برخه لګولې
د ټولګټو وزارت ویلي، تر اوسه مو له خپلې پراختیايي بودجې لس میلیارد افغانۍ لګولي او تر نږدي راتلونکې به خپله ټوله بودجه ولګوو.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې په جوزجان، غزني او بامیان ولایتونو کې له خصوصي شرکتونو سره د ۱۷۸ میلیون افغانیو پر لګښت د سړک جوړونې تازه تړونونه لاسلیک شوي دي.
د ټولګټو وزیر یما یاري د یوې خبري ناستي پر مهال څرګنده کړې، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې مو کارونه روان ساتلي؛ خو اندېښنه دا ده، چې په ځینو ولایتونو کې د ناامنيو له کبله د پروژو کارونه ځنډيږي.
د ټولګټو وزیر یما یاری وایي، تر ډېره بریده مو پروګرامونه سم پرمخ روان دي؛ خو بیا هم په ناامنو سیمو کې تر یو حده ستونزې شته، چې د امنیت له ټینګیدو سره به هغه هم حل شي.
د خصوصی شرکتونو استازي ژمنه کوي، چې ورکړ شوې پرژوې به پخپل وخت بشپړې کړي.
د خصوصي شرکت استازی محمد داوود طوطاخېل ویلي، چې دغه پروژې د روڼتیا له مخې شرکتونو ترلاسه کړي او د لاسلیک شوي قرار داد پر بنسټ به يي کارونه تر سره شي.
د اړوند خصوصي شرکت بل استازی محمد امین ضیایي هم ډاډ څرګند کړی، چې راکړ شوي کارونه به د قرارداد له مخې بشپړ او په زرګونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان دا مني، چې د ټولګټو وزارت لخوا تر ټولو زیاته بودجه لګول شوې؛ خو دوی يې پرګټورتوب نیوکه لري او وايي، چې د اړوند سیمو د خلکو پر ورځني ژوند یې مثبت بدلون نه تر سترګو کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9quak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته