دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 170083
بغلان کې ولایت کې نږدی ۱۷ طالب وسله والو ته مرګژوبله
د بغلان ولایت په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبانو وژل شوی او ۱۱ نور ټپيان دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د جنرال جلال الدین یفتلي په مشری د ولید ۱۵ عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال د لکن کلي په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د د قاري جواد په نوم د وسله والو یوه ډلمشر هم شامل دی.
د شاهین قول اردو په وینا، د نښتې په ترڅ کې ۱۱ وسله وال او د امنیتي ځواکونو ۲ سرتېري سربیرن ټپیان شوي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بغلان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د بغلا  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcev78zxjh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته