کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د کنګو تبې له امله ۱۴ تنه وژل شوي

14 سنبله 1397 ساعت 11:07

د هرات حوزوی روغتون ویاند وویل: د جاری کال شروع څخه تر اوسه پوری ۱۴ تنه د کنګو تبې له امله خپل ژوند په دی ولایت کې له لاسه ورکړی دی.



د آوا په ګزارش سره، کنګو تبه، د وینی توییدو سره یو ځای تبه ده چی اصلی عامل یی، د یو ډول کنه له لوری چیچنه ده چی دا مریضی باندی اخته حیواناتو وینی سره مستقیم تماس کولای شی انسان په دی مریضی باندی اخته کړی.
محمد رفیق شیرزی د هرات حوزوی روغتون ویاند وویل: د جاری کال شروع څخه تراوسه ۱۲۶ تنه دا مریضی باندی اخته شوی دی او ددی کسانو نومونه ثبت شوی دی چی له دی منځ څخه ۱۴ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه: دا مریضی د تیر کال په پرتله ډیر شوی دی او ۲ ښځی هم دا مریضی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی ده.
شیرزی زیاته کړه: د حیواناتو ذبحه کولو په وخت کې صحی نکاتو فکر نه کولو او حیواناتو سره بیده کیدنه او همدارنګه ددی کنه له منځه وړنه د لاس په مرسته، هغه څه دی چی ددی بیماری تشدید لامل ګرځی.
سید معصوم سادات، هرات حیوانی صحت برخې مسئول هم په دی اړه وویل: تراوسه نږدی ۷ زره کسانو ته په ولسوالیو کې خبر رسول شوی او ۹ ولسوالیو، ۹۲ کلیو کې، ۵۷۲۰ طویله خانه کې نږدی ۱۵۰ زره مواشیو ته کنه ضد دارو یا درمل تطبیق شوی دی.
 


د مطلب کود: 170093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170093/په-هرات-کې-د-کنګو-تبې-له-امله-۱۴-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com