دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 170109
د افغانستان لپاره د ځانګړي سلاکار په توګه د خلیلزاد د ګمارنې په اړه د پامپیو څرګندونې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي سلاکار په توګه په دنده ګمارل شوی دی.

نوموړی پرون ناوخته له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې ښاغلي خلیلزاد به د افغاستان د سولې بهیر په اړه د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره مرسته وکړي.
ښاغلي پامپیود اسلام اباد پر لور د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، چې خلیلزاد له ده سره پاکستان او هند ته هم سفیر کوي.
تر دې وړاندې ښاغلي زلمی خليلزاد په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې او جمهوريپال ګوند ته يو له نژدې کسانو بلل کېږي.
د ښاغلي خلیلزاد د احتمالي ټاکنې په اړه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د سولې لپاره هلې ځلې تیزې شوې دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي الیس ویلز او د طالبانو سیاسي استازو د افغانانو په مشری د مذاکراتو لپاره په ممکنه لارو چارو خبرې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcdzz0fnyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته